د کلفټن پوليس په بلاک ون کې د مقابلې وروستو د هيډ کانسټيبل په وژنه کې ککړ ملزم نيولی دی

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: د کلفټن پوليس په بلاک ون کې د مقابلې وروستو د هيډ کانسټيبل په وژنه کې ککړ ملزم نيولی دی.
د پولیس وینا ده چې نیول شوي ملزم اکرام الله په کال ۲۰۱۸م کې د بوټ بیسن پولیس سټېشن حدودو کښې آئيډل بیکري سره نزدې د پولیس په پارټۍ باندې په حمله کښې ککړ وو.
د پولیس وینا ده چې ملزمان د شپې ناوخته کلفټن بلاک ون کښې د مقابلې نه پس نیولی شوي، د نیول شوي ملزم اکرام الله په خلاف د ترهګرۍ او پولیس مقابلې پشمول نور مقدمې درج دي او د ملزم ملګري واجد شاه خلاف هم ۷ مقدمې درج دي.
پوليس زياتوي چي د ملزمانو نه دوه ميله تومانچه او يو موټر سائيکل هم ترلاسه شوي دي۔