د کډوالو چارو وزارت له لارې زر تنه افغان مهاجرين د حج د فريضې اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.
د کډوالو چارو وزارت له لارې زر تنه افغان مهاجرين د حج د فريضې اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.
18 مئي پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې چې بيت الله شريف ته د حج د فريضې د ادا کولو لپاره د (۱۰۰۰) تنو جاجيانو قرعه کشي د مهاجرينو چارو د وزير الحاج خليل الرحمن حقاني له لورې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.
یادو مراسمو ته د مهاجرينو چارو وزير د حج غوښتونکو د ټاکلو پرڅرنګوالي خبرې وکړې ويې ويل، په ټولو کې د حج لپاره (۴۵۰۵) تنو نومليکنه کړې وه، چې د حج او اوقافو وزارت له لورې دغه وزارت ته زر تنه سهميه ورکړل شوې وه.
ښاغلي حقاني وويل، د شفافيت او د فساد د مخنيوي په موخه يې د چارو ادارې، حج او اوقافو وزارت او راستنېدو ته د هڅونې رياست د مسؤلينو او کار کوونکو په ګډون يوه کمېټه جوړه کړې او په پام کې ده چې د ايران، پاکستان او يوشمېر نورو هېوادونو څخه (۱۰۰۰) تنه مهاجرين د قرعه کشۍ له لارې وټاکل شي.
د هغه په خبره هغه کسان، چې نومونه يې د قرعه کشۍ له لارې را وتلي، هېواد ته به راځي او د اداري مراحلو د بشپړېدو وروسته به سعودي عربستان ته ځي.
ورپسې مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي د پروسې د پيل او جريان په اړه خبرې وکړې او د يادې کمېټې له غړو او په بهر کې د مهاجرينو د اتشې څخه مننه وکړه، چې په لنډ وخت کې يې دغه پروسه ترسره کړې ده.
همدارنګه د چارو ادارې او د حج او اوقافو وزارت استازو هم د موضوع اړوند خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د مهاجرينو چارو وزارت د هڅو ستاينه وکړه.
اړوند موضوعات
وروسته د مهاجرينو چارو وزارت د رهبرۍ هيئت او د ټاکل شوې کمېټې په شتون کې قرعه کشي د مهاجرينو چارو وزارت د وزير له لورې شروع شوه.