سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د رئیس الوزراء د کفیل په توګه د کارونو د پر مخ وړلو لپاره ټاکل شوی.

0
179

سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د رئیس الوزراء د کفیل په توګه د کارونو د پر مخ وړلو لپاره ټاکل شوی.

17 مئي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د رئیس الوزراء د کفیل په توګه د کارونو د پر مخ وړلو لپاره ټاکل شوی.

 

وروسته له هغې چې رسنیو تیره ورځ د ریاست الوزراء د ګوښه کیدو، یا هم د سختې ناروغۍ خبر ورکړی و، د اسلامي امارت ویاند یې په اړه وضاحتي ټویټ کړی او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملامحمدحسن اخند د معالجې او استراحت په منظور د لنډ وخت لپاره په کندهار کې دی.

 

نوموړی زیاتوي: داچې د ریاست الوزراء د مقام کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نشي، د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ر ياست الوزراء د کفیل په نوګه کارونه پرمخ وړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې سره کتلي او پر وروستۍ غونډه یې خبرې اترې کړي.

 

مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې دا کار په حکومتولۍ کې یوه عادي چاره ده، څوک دې په دې اړه د تشویش اچونې او تبلیغاتو هڅه نه کوي او نه دې هم هیوادوال کومه اندیښنه لري.

حماد

Leave a reply