کرنې او مالدارۍ وزارت ننګرهار کې ۴۰۰ بزګرانو سره د کرنيزو وسايلو مرسته ترسره کړی.

0
283

کرنې او مالدارۍ وزارت ننګرهار کې ۴۰۰ بزګرانو سره د کرنيزو وسايلو مرسته ترسره کړی.

16 مئي سه شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې چې د یاد ولايت کرنې رياست په هڅو، WFP له لوري او د FGA په تخنيکي همکارۍ د روداتو ولسوالۍ قلعه میرجي او حصارک کلیو ۴۰۰ ښځينه او نارينه بزګرانو سره د کرنيزو وسايلو مرسته وشوه.

 

‏د معلوماتو له مخې په ورکړل شوې مرسته کې دوه تراکتورونه سره د قلبې او بليډ، دوه ټرالۍ، دوه بار وړونکي زرنجونه، دوه ګرځنده ژرندې او دوه ترېشرې شامل دي.

اړوند موضوعات

کرنې او مالدارۍ وزارت وایي هېواد کې څه باندې ۵۸ زره مټریک ټنه د ګنیو حاصل راټول شوی دی.

 

یاده دې وي چې له دې مخکې هم د یاد ریاست په هڅو سلګونه کسانو سره ورته مرستې ترسره شوي.

Leave a reply