کرنې او مالدارۍ وزارت وایي هېواد کې څه باندې ۵۸ زره مټریک ټنه د ګنیو حاصل راټول شوی دی.

کرنې او مالدارۍ وزارت وایي هېواد کې څه باندې ۵۸ زره مټریک ټنه د ګنیو حاصل راټول شوی دی.
27 اپریل پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د احصایې ریاست د شمېرو له مخې د هېواد په کچه له یوزر او ۷۰۵ هکټآره ځمکه ۵۸زره او ۳۹۴ مټریک ټنه ګنې راټول شوي دي.
خبرياڼه زیاتوي چې د ګنیو ډېری کروندې د ننګرهار په ولایت کې دي، چې د دې ولایت په یوزر او ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې ګنې کرل شوې وو، چې له دغو څخه ۴۹ زره او ۳۹۴ مټریک ټنه حاصلات راټول شوي دي.
د ننګرهار ترڅنګ خوست، کونړ او لغمان هم هغه ولایتونه دي، چې ګنې په کې کرل کېږي.
په ۱۴۰۱ ام کال کې د هېواد په کچه په یوزر او ۷۰۵ هکټاره ځمکه ګنې کرل شوي وو، چې ډېری یې د ننګرهار، کونړ، خوست او لغمان په ولایتونو کې وه.
اړوند موضوعات
کرنې وزارت ننګرهار کې د څه باندې ۹ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د اوبو لګولو دوه پروژې بشپړې کړي.
په افغانستان کې د ګنیو له حاصلاتو څخه د ګوړې او بورې په جوړولو کې ګټه پورته کېږي، په ورته وخت کې د افغانستان په لویو ښارونو کې د ګنیو د اوبو د پلور بازار هم ګرم دی.