اسلام آباد: د پي ټي آئي مشر شاه محمود قريشي وئيلي دي چي حکومت مونږ سره د مذاکراتو لپاره رابطه نه ده کړي

0
160

باغی ټی وی رپورټ

په سپريم کورټ کې په يو وخت دانتخاباتو ترسره کولو دکيس اوريدنې په مهال شاه محمود قريشي روسټرم ته راغلى اؤ وئيلي يې دي چې عدالت دحکومت په اصرار دسياسي اتفاق لپاره موقع ورکړې وه، دټولو گوندونو سياسي قيادت حاضر شوى ؤ. په محکمه کې

ده ووئيل د مې په 14مه نېټه د سپريم كورټ فيصله حتمي ده، د عدالت حكم د پي ټي آئي لخوا په سنجيدګۍ سره اخستې شوې خو نن هم په پي ټي اېم كښې د مذاكراتو په اړه اتفاق نشته٬ حكومت د آئين نه انحراف كوي۔ حکومت وايي، دوی ویلي چې له مشورې وروسته به وړاندیز وکړي، خو هیڅ وړاندیز یې نه دی کړی.

شاه محمود وويل چې پي ټي آئي د خبرو اترو لپاره ما، فواد چوهدري او علي ظفر نومولي وو خو مونږ سره رابطه نه ده شوې۔

هغه زياته کړه، چې پرون يې د سېنېټ له مشر سره په ټيلېفوني اړيکه کې وويل، چې د لومړي وزير په ټينګار يې له لومړي وزير سره تماس نيولى دى.

Leave a reply