کرنې وزارت ننګرهار کې د څه باندې ۹ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د اوبو لګولو دوه پروژې بشپړې کړي.

0
213

کرنې وزارت ننګرهار کې د څه باندې ۹ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د اوبو لګولو دوه پروژې بشپړې کړي.

20 اپریل پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې د WFP په مالي لګښت د اوبو لګولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

خبرپاڼه زیاتوی چې يادې پروژې د کرنې رياست په هڅو WFP په مالي لګښت حصارک ولسوالۍ کې بشپړې شوې، چې په کې د قلعه ميرجي او حصارک سيمو ۱۰۱ متره سربند، ۲۲۷ متره استنادي ديوال، ۳۵ متره کانال په اساسي ډول ورغول شول.

 

همدا راز ۳۶۴۲ حلقې د اوبو ډنډونه جوړ او شاوخوا يې بوټي کينول شول او ۴۰ کيلومتره کانالونه پاک شول.

اړوند موضوعات

کرنې وزارت ننګرهار کې د ۱۲.۸ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د اوبو لګونې پنځه پروژې بشپړې شوې.

 

د دې پروژو په تطبیق سره ۲۵۰۰ جريبه ځمکې خړوبولو زمينه برابره او زياته ځمکه د سيلابونو له خطره وژغورل شوه.

Leave a reply