کرنې وزارت ننګرهار کې د ۱۲.۸ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د اوبو لګونې پنځه پروژې بشپړې شوې.

کرنې وزارت ننګرهار کې د ۱۲.۸ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د اوبو لګونې پنځه پروژې بشپړې شوې.
18 اپریل سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ننګرهار کې د ۱۲.۸ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د اوبو لګونې پنځه پروژې بشپړې شوې.
د یاد وزارت مسؤلین وايي، يادې پروژې د کرنې رياست په چوکاټ کې WFP له لوري او د FGA په تخنيکي همکارۍ بهسودو ولسوالۍ کې پلې شوې.
د معلوماتو له مخې د ګلبهار کلي ۶۹۰ متره کانال ورغول شو، ۱۹۲ متره په اوږدوالي ګبين په واسطه زابر جوړ او ۳۴۲۰ متره زابر پاک او ۸ کيلومتره کانال منځتۍ برخه ترميم شوه.دغه راز ميرانو کلي کې ۲۳۱ متره کانال جوړ او د ۱۱ کيلومتره کانال منځنۍ برخه ترميم شوه.
اړوند موضوعات
د ننګرهار کانال ریاست وایی چې د هډې فارم کې مو د نیږدې دوه زره ځنګلاتي بوټو د کرکيلې لړۍ روانه کړی.
همدا راز نهر شاهي اول کلي کې ۲۰۰ متره کانال جوړ او د ۱۰ کيلومتره په اوږدوالي د کانال منځنۍ برخه ورغول شوه.






