لاهور هائي کورټ وفاقي حکومت ته نوټس جاري کړې چې د بغاوت قانون کالعدم ګرځولو فيصله دې عملي کړي

0
78

باغی ټی وی رپورټ

د لاهور هائي کورټ کښې دائر درخواست کښې درخواست کونکي وئيلي دي چې عدالت د سيډيشن ايکټ 124 اے سيکشن کالعدم ګرځولې دې۔

درخواست کوونکي وئيلي وؤ چې حکومت تر دې دمه د محکمې په فيصله عمل نۀ کوي.

سپريم کورټ وفاقي حکومت ته نوټس جاري کړے او جواب ئې غوښتې دې۔

ياده دې وي چې د مارچ په 30مه د لاهور هائي کورټ د سيډيشن ايکټ 124 اے سيکشن کالعدم ګرځولې وو۔

عدالت په خپله فيصله کې وئيلي وؤ چې که دفعه 124A پاتې شي نو ميډيا به هم د هغې قرباني شي، دا د وخت ضرورت دى چې د نفرت د بيان په ضد د بدنامۍ قانون پياوړى شي، د سياسي مخالفانو ترمينځ مينه نۀ شته. نو هر هغه څه چې دوی وايي د 124A لاندې راځي.

محکمې وویل چې سیکشن 124A د نوو ډیموګرافیک دور یوه نښه ده ، د دې وخت رارسیدلی چې دې ته د وروستي آرام ځای ورکړل شي.

Leave a reply