په ملیر کې پولیسو په بهرنیانو د برید هڅه ناکامه کړې او یو ترهګر یې وژلی دی

باغي ټی وی رپورټ
کراچۍ: په ملیر کې پولیسو په بهرنیانو د برید هڅه ناکامه کړې او یو ترهګر یې وژلی دی.
د ایس ایس پی ملیر حسن سردار وینا ده چې ترهګر غوښتل پاک چائنا شپ یارډ کښې میشته بهرنیان په نښه کړي خو پولیس د اطلاع په وخت د یارډ په شاوخوا کښې موجود وو.
پوليس چارواکي وايي د ډزو په تبادله کې يو پوليس هم ژوبل شوى په داسې حال کې چې وژل شوى ترهگر يو احتمالي ځانمرگي بريدکوونکى و چې کمربند يې اغوستى و.
ايس ايس پي ملير زياته کړه چې پوليسو د ترهګرو نه کلاشنکوف برآمد کړی دی په داسې حال کې چې د بارودي موادو په اړه بي ډي ايس ته طلب کړی شوی دی.






