د ننګرهار حکومونو د تعقیب او نظارت ریاست رئیس د تورخم ملکي او نظامي مسؤلینو سره لیدلي.

0
98

د ننګرهار حکومونو د تعقیب او نظارت ریاست رئیس د تورخم ملکي او نظامي مسؤلینو سره لیدلي.

8 مئي دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت د حکمونو او فرمانو د تعقیب او نظارت ریاست رئيس او عمومي نظارتي کمېټې د تورخم ملکي او نظامي مسولينو سره ناسته تر سره کړه.

 

د يادې کمېټې مشري، چې مولوي محمد اکرام عثمان کوي، تیره ورځ یکشنبه يې تورخم بندر کمیسار او مسولینو سره د نظارت او څارنې په موخه ناسته وکړه.

 

د یاد فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت رئيس د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د تطبیق په اړه هر اړخیزه وینا وکړه، او یاد ملکي او نظامي مسولینو ته يې وویل، چې موږ او تاسو لازم ده، چې د آمر خبره باندې عمل وکړو او یاد فرمانونه په ځان او کارکوونکو عملي کړو تر څو الله او رسول له موږ څخه راضي شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د اسلامي امارت د فرمانونو او احکامو د ریاست له لورې د ټاکل شوې څار کمیټې غړو سره کتلي.

 

همدا ډول تورخم کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب له لورې یاد راغلي هئیت ته ډاډ ورکړل شو، او ورته وویل، چې موږ به په ملګرو او ځان نوموړي فرمانونه تطبیقوو او قوي عظم او ارادې سره به ولس ته خدمت کوو

Leave a reply