د سترې محکمې مرستیال: د افغانستان د سترې محکمې لخوا د اعدام او سنګسار لسګونه ېریکړې شوي او عملي کیدو ته انتظار دي.

د سترې محکمې مرستیال: د افغانستان د سترې محکمې لخوا د اعدام او سنګسار لسګونه ېریکړې شوي او عملي کیدو ته انتظار دي.
7 مئي یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې له لورې په یوه تازه خپره شوې ویډیو کې د یادې محکمې مرستیال عبدالمالک حقاني وايي، د سترې محکمې لخوا د اعدام او سنګسار لسګونه ېریکړې شوي، چې د رهبري شورا او کابینې له تصویب وروسته به دا احکام په نوبتي ډول عملي شي.
د سترې محکمې مرستیال وایي اسلامي امارت ټولو محاکمو ته ویلي، چې د قصاص او شرعي حدودو پرېکړې باید له اسلامي شریعت سره سمې او له غور او دقت وروسته وشي
ستره محکمه وایي په ټول هېواد کې د قصاص نژدې ۱۷۵، د دیت ۷۹، د رجم او سنګسار ۳۷ پر څلورو کسانو د دېوال ړنګولو ، پر ۱۰۳ کسانو د شرعي حدود د تطبیق او د ۱۵۶۲ کسانو په هکله تعزیري حکمونه کړي ، چې ځینې یې تطبیق شوي او یو شمېر نور بیا د تطبیق په حال کې دي.
اړوند موضوعات
ستره محکمه: ارزګان او بدخشان کې نیږدې په ۵۰ کسانو د بیلابیلو جرمونو په سبب شرعي حدود پلي شوي.
داپه داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما له اسلامي امارت غوښتي وو چې د اعدام سزا پای ته ورسوي یوناما ویلي په هر ډول شرایطو کې له اعدام سره مخالفت کوي.






