ستره محکمه: ارزګان او بدخشان کې نیږدې په ۵۰ کسانو د بیلابیلو جرمونو په سبب شرعي حدود پلي شوي.

0
205

ستره محکمه: ارزګان او بدخشان کې نیږدې په ۵۰ کسانو د بیلابیلو جرمونو په سبب شرعي حدود پلي شوي.

22 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې له لورې په دوه بیلابیلو تازه خپرو شوو خبرپاڼو کې راغلي چې د یادې محکمې ولایتي محکمو له لورې بدخشان او ارزګان کې نیږدې پر ۵۰ کسانو د بیلابیلو جرمونو له امله شرعي حد پلي شو.

 

د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې نن ارزګان مرکز ترینکوټ ورزشي سټیډیم کې د دوو ښځو په ګډون ۲۳ مجرمینو ته د غلا، لواطت، نامشروع اړیکو، قطاع الطریقۍ، له کوره د ښځې د تښتولو او نورو جرمونو په اساس تعزیري سزا تطبیق شوه.

اړوند موضوعات

 په هلمند او زابل ولایتونو کې تر ۲۷ ډېر کسانو ته شرعي سزا ورکړل شوه

او همدا راز د بدخشان مرکز فیض آباد کې هم د ۴ ښځو په ګډون ۲۱ تنه د اخلاقي فساد په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل شول.

حماد

Leave a reply