امنیتي ځواکونو ۳۷ تنه د غلا، وژنو او نورو جرمونو په تړاو پلازمینه او بیلابیلو ولایتونو کې نیولي.
امنیتي ځواکونو ۳۷ تنه د غلا، وژنو او نورو جرمونو په تړاو پلازمینه او بیلابیلو ولایتونو کې نیولي.
7 مئي یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند امنیتي ځواکونو ۳۷ کسه د غلا، وژنو، پیسو ناقانونه لېږد او نورو جرمونو په تړاو په پلازمېنه او ولایتونو کې نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له ډلې یې، ۵ کسه د قتل، ۵ غله او یوتن د وهلو ټکولو په تړاو په تخار، ۱۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په کندز، ۷ تنه د غلا، قتل او ځینې نورو جرمونو په تړاو په بلخ، درې کسه د اخلاقي بې لاریو، دوه غله او یو تن د شراب څښلو په تړاو په کابل او یو غل په غزني کې نیول شوی دی.
اړوند موضوعات
په ورته وخت کې، سرحدي پولیسو په کابل هوایي ډګر کې یو کس د ۱۰۰ زره درهمو او ۲۵ زره یورو د ناقانونه لېږد په تړاو نیولی دی.