د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک قراردادي MCC شرکت له مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.

0
193

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک قراردادي MCC شرکت له مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.

7 مئي یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور تیره ورځ د 16/2/1402 نېټې د مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو په شتون کې د عینکو مس پروژې قراردادي شرکت MCC کمپنۍ تخنیکي مرستیال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د عینکو د مس پروژې اړوند په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د یادې پروژې د تطبیق په برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

اړوند موضوعات

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر  د مسک عینک قراردادي چین MCC شرکت اجرائیوي مرستیال سره ولیدل.

 

په پاى کې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست يادونه وکړه چې اوس په ټول افغانستان کې امنيت تامين شوى دى او یاده کمپنۍ باید د خپل عملي کارونه لپاره ژر تر ژره عملي اقدام وکړي.

Leave a reply