د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د مسک عینک قراردادي چین MCC شرکت اجرائیوي مرستیال سره ولیدل.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د مسک عینک قراردادي چین MCC شرکت اجرائیوي مرستیال سره ولیدل.
20 نومبر 2022
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شېخ شهاب الدین دلاور د مس عینک پروژې د MCC قراردادي شرکت اجرائيوي مرستیال ښاغلي اوو مین سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ شهاب الدین دلاور د MCC شرکت اجرائیوي مرستیال ښاغلي اوو من سره د ليدنې پر مهال د مس عینک پروژې د مختلفو برخو د لروغونو اثارو د انتقال، د شته ننګونو د حل او قراردادونو په اړه خبرې وکړې او وویل: د MCC شرکت باید د قرارداد له مخې خپل ټول مسوولیتونه او مکلفیتونه تر سره کړي او د یادې پروژې د عملي کار د پیل په اړه یې ټینګار وکړ.
اړوند موضوعات
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر تیره ورځ د اروپايي ټولنې له سفیرې سره ولیدل.
همدارنګه د MCC شرکت اجراییوي مرستیال ښاغلي اوو من هم د پروژې د کار د پېل په برخه کې د دوی له هلو ځلو مننه وکړه او وویل: چې د عینک له سیمې څخه د لروغونو اثارو تر بشپړ انتقال وروسته په عملي توګه خپل ساختماني چارې پيل کړو.