د افغان دولت د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان پوځ لوی درستیز سره د سیمه اییز امنیت او مهاجرو په تک راتګ خبرې اترې کړي.

0
114

د افغان دولت د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان پوځ لوی درستیز سره د سیمه اییز امنیت او مهاجرو په تک راتګ خبرې اترې کړي.

7 مئي یکشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير مولوي امير خان متقي پاکستان هیواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير سره کتلي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې یاده لیدنه کې نوموړو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سيمه‌ييز امنيت، د خلکو تګ راتګ کې اسانتياوو او افغان مهاجرينو اړوند مسايلو هراړخيزې خبرې اترې وکړې.

 

په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ د ویاند دفتر آئي اېس پي آر ویلي: چې په یاده لیدنه کې د پوځ مشر د افغانستان د موقت حکومت د بشپړ ملاتړ او ژمنې په ضرورت ټينګار وکړ او د يو باثباته، پرامن او سوکاله افغانستان لپاره يې د پاکستان ژمنې تکرار کړې.

اړوند موضوعات

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي د پاکستان یو شمیر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره ناسته ترسره کړی.

 

 

همدا راز د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير وئيلي دي چې دترهګرۍ او تندلاريتوب ګډو چيلنجونو سره دمقابلې لپاره همکارۍ زياتول پکار دي.

Leave a reply