د هیواد د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي د پاکستان یو شمیر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره ناسته ترسره کړی.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي د پاکستان یو شمیر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره ناسته ترسره کړی.
7 مئي یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره شپه، د ١٤٠٢ لمریز کال د ثور ١٦ نېټه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو او تجارت وزیرانو او مل پلاوي اسلام اباد کې د پاکستان د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو سره ناسته ترسره کړه.
خبرپاڼه زیاتوي چې په یاده ناسته کې د اسلامي امارت له راتګ سره د راغلو پرمخګتونو برسېره د افغانستان او پاکستان پر ګڼو دوه اړخیزو مشترکاتو، سیاسي، تجارتي، ټرانزیټي او اقتصادي ګټو خبرې وشوې.
دغه راز د ناستې ټولو برخوالو ټینګار وکړ چې د دواړو همسایه هیوادونو د حکومتونو او ولسونو ترمنځ دي نژدېوالی راشي او په ازادانه ډول دي د دواړو ولسونو لپاره د تګ راتګ زمینه برابره شي.
اړوند موضوعات
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د چین، پاکستان او افغانستان په درې اړخیزه ناسته کې کډون ترسره کړ.
په دي ناسته کی مولانا فضل الرحمن، ښاغلی سراج الحق، محمود خان اڅکزي، ایمل ولی خان او یو شمیر نورو سیاسی مشرانو ګډون کړی وو.