د اسلامي امارت خوړو او درملو ادارې کابل ښار کې ۱۷ بابه خودسري درملتونه مهرلاک کړي او څارنه یې جریان لري.

0
182

د اسلامي امارت خوړو او درملو ادارې کابل ښار کې ۱۷ بابه خودسري درملتونه مهرلاک کړي او څارنه یې جریان لري.

6 مئي شنبه 2023

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې له درملتونونو څخه د څلورو زونونو د څارنې ټیمونو د روان ۱۴۰۲ هـ ش کال د غویی (ثور) د میاشتې دویمې اوونۍ په جریان کې د کابل ښار مختلفو ناحیو اړوند له ۸۹ بابه درملتونونو څخه څارنه کړې ده.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغې څارنه کې ۱۷ بابه خودسري درملتونه د یادو ټیمونو له لورې مهرلاک ( تړل) شوي دي.

 

همدا راز یاده څارنه کې ۳۸ قلمه تاریخ تیر او ۳ قلمه غیرقانوني درمل هم ترلاسه شوي او د لمنځه وړلو په موخه ادارې ته انتقال شوي دي.

اړوند موضوعات

د خوړو او درملو ادارې د درملو جان فارما او امیر افغان تولیدي کارخانو څارنه او ارزونه ترسره کړی.

 

همدارنګه د یاد ریاست څارنې ټیمونو ۳ بابه درملتونونو ته د شپې لخوا د نوکریوالۍ د نه اجرآ کولو له امله توصیه نامې او ۲ باب بل درملتون اخطارنامه ورکړې دي.

Leave a reply