د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په مشرۍ مل پلاوي د پاکستان د سوداګرۍ وزیر او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په مشرۍ مل پلاوي د پاکستان د سوداګرۍ وزیر او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړی.
6 مئي شنبه 2023
په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت
سرپرست وزیر، الحاج نورالدین “عزیزي” او ورسره مل پلاوي د پاکستان د تجارت وزیر، سید نوید قمر په مشرۍ کاري ګروپ سره وکتل او تر مینځ یې ګډه ناسته ترسره شوه.
خبرپاڼه زیاتوي ناسته کې د افغانستان او پاکستان پر سوداګریزو اړیکو، ګډو پراختیایي پروژو، د سوداګرو ستونزې، ټرانزیت په برخه کې شته ننګونې او اړوندو موضوعاتو په اړه مفصل تخنیکي بحث وشو.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې تیره ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی سیاسي او تجارتي پلاوی پاکستان ته په رسمي د دغه هیواد له چارواکو سره د خبرو او هلته په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره تللی.