د اسلامي امارت لوړ رتبه سیاسي او تجارتي پلاوی د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ اسلام آباد ته په رسمي سفر ورسید.

0
260

د اسلامي امارت لوړ رتبه سیاسي او تجارتي پلاوی د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ اسلام آباد ته په رسمي سفر ورسید.

5 مئي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن جمعه، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د ثور له ۱۵ سره برابره ده، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو جامع سياسي او تجارتي پلاوی د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته روان شو.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان حکومت غواړي په دې سفر کې د افغانستان او پاکستان پر دوو اړخيزو سياسي-تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ هراړخيزې خبرې اترې وکړي.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی سیاسي او تجارتي پلاوی اسلام آباد ته سفر کوي.

 

د دې ترڅنګ به د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان، چين اوپاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي. په دې سفر کې به د افغانستان اوچين دبهرنيو چارو وزيران دوې اړخيزې خبرې هم ولري.

Leave a reply