د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی سیاسي او تجارتي پلاوی اسلام آباد ته سفر کوي.

0
46

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی سیاسي او تجارتي پلاوی اسلام آباد ته سفر کوي.

2 مئي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پام کې ده د روانې اوونۍ په پای کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو جامع سياسي او تجارتي پلاوی د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته ولاړشي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان حکومت غواړي په دې سفر کې د افغانستان او پاکستان پر دوو اړخيزو سياسي-تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ هراړخيزې خبرې اترې وکړي.

اړوند موضوعات

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر له بندیز سره سره پاکستان ته د سفر اجازه ترلاسه کړه

 

د دې ترڅنګ به د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي. په دې سفر کې به د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيران دوې اړخيزې خبرې هم ولري.

Leave a reply