د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر له بندیز سره سره پاکستان ته د سفر اجازه ترلاسه کړه

باغی ټی وی رپورټ
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې کمېټې د طالبانو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته اجازه ورکړه چې راتلونکې اوونۍ د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر د څلور ورځني سفر لپاره له سفري بندیز څخه د معافیت غوښتنه کړې وه.
بل خوا په دوحه کې د افغانستان د حالاتو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د پاکستان، امریکا، چین، ایران، هند او بریتانیا په ګډون ګڼو هېوادونو ګډون کړی و. په دې غونډه کې د طالبانو حکومت ته بلنه نه وه ورکړل شوې او د پاکستان استازیتوب حنا رباني کهر کوي.
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي تمه ښودلې چې په دې غونډه کې به له افغانستانه د بندیزونو لرې کولو ته لاره هواره شي او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون په اړه هم خبرې وشي.





