د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر او مل پلاوي د ایران هیواد د رئیس جمهور له مرستیالې سره لیدلي.

0
99

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر او مل پلاوي د ایران هیواد د رئیس جمهور له مرستیالې سره لیدلي.

5 مئي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د سرپرست وزير قلندر عباد په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ایران هيواد د رئيس جمهور مرستیالې انیسه خزعلی سره ولیدل.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې لیدنه کې چې د ښاغلي وزير سره مل پلاوي او په ایران هيواد کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست سفیر هم شتون درلود.

اړوند موضوعات

د عامې روغتیا وزارت لوړپوړی پلاوی د G5 کنفرانس کې د ګډون لپاره ایران هیواد ته په سفر تللی.

 

د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختيا په خاصه توګه د روغتیایی پرسونل د ظرفیت لوړونې ، د سرطان د تشخيص او درملنې په برخه کې د همکارۍ او په روغتيايي سکتور کې د تجربو شریکولو په اړه بحث ترسره شو.

حماد

Leave a reply