د عامې روغتیا وزارت لوړپوړی پلاوی د G5 کنفرانس کې د ګډون لپاره ایران هیواد ته په سفر تللی.

0
86

د عامې روغتیا وزارت لوړپوړی پلاوی د G5 کنفرانس کې د ګډون لپاره ایران هیواد ته په سفر تللی.

5 مئي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د سرپرست وزير په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د G5کنفرانس کې د ګډون لپاره ایران هیواد ته په رسمي سفر لاړ.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې په یاد پلاوي کې د یاد وزارت سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد، مالي او اداري معين مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او ورسره مل پلاوی شامل دی.

نوموړی پلاوی به ايران هيواد کې د G5کنفرانس کې ګډون وکړي او هلته به د روغتیايي مسؤولینو سره د افغانستان پر روغتیایي وضعیت خبرې اترې وکړي.

اړوند موضوعات

د عامې روغتیا وزیر د نړیوال روغتیایي سازمان له استازي سره د روغتیایي خدماتو په اړه خبرې کړي.

 

یاد وزارت وایي چې په ياد سفر کې به دG5 کنفرانس له ګډونوالو سره د روغتيا په برخه په ګډه همکارۍ خبرې اترې کيږي.

حماد

Leave a reply