په سوډان کې د بندپاتې افغانانو دوهمه جوپه هم د اسلامي امارت په هڅو هیواد ته راستنه کړای شوه.

په سوډان کې د بندپاتې افغانانو دوهمه جوپه هم د اسلامي امارت په هڅو هیواد ته راستنه کړای شوه.
5 مئي جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې
نن جمعه، د ١٤٠٢ لمریز کال ١٥ د ثور د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت په پر له پسې هڅو وروسته وتوانید چې په سوډان کې دبند پاتې افغانانو دوهمه جوپه هم داریانا افغان هوايي شرکت په مټ هېواد ته راستانه کړل شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه هغه افغانان دي چې څو ورځې وړاندې له سوډان څخه د سعودي جدې ښار ته رانقل شوي او هلته د اسلامي امارت د کونسلګرۍ له لورې هوټلونو کې ځای پر ځای شوي وه، هیواد ته راستانه کړای شول.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت د سوډان څخه د بندپاتې افغانانو دوهمه جوپه د سعودي عربستان جدې ښار ته انتقال کړی.
په سوډان هیواد کې د خپلمنځي شخړو له امله بندپاتې افغانان اسلامي امارت د سعودي حکومت په همکارۍ لومړی جدې ښار او بیا افغانستان ته انتقال کړل.






