اسلامي امارت د سوډان څخه د بندپاتې افغانانو دوهمه جوپه د سعودي عربستان جدې ښار ته انتقال کړی.

0
440

اسلامي امارت د سوډان څخه د بندپاتې افغانانو دوهمه جوپه د سعودي عربستان جدې ښار ته انتقال کړی.

2 مئي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په خوښۍ سره د بهرنيو چارو وزارت په پر له پسې هڅو او د سعودي عربستان په همغږۍ او همکارۍ وتوانید چې په سوډان کې د بند پاتې افغانانو دوهمه جوپه هم چې ٤٣ تنه دي ‏له یاد هېواد څخه په خوندي ډول د سعودي عربستان جدې ښار ته نقل کړي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې یاد افغانان به هلته د افغان قونسلګرۍ له لوري په هوټلونو کي ځای پرځای کیږي او په لنډ وخت کې به هېواد ته راستانه کړل شي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت په سوډان کې یو شمیر بند پاتې افغانان او محصلین د سعودي جدې ښار ته انتقال کړي.

 

خپلو وطنوالو ته ډاډ ورکوو چې په سوډان کې د نورو بند پاتې افغانانو د خوندي وېستلو لپاره زموږ هلې ځلې روانې دي او په دې برخه کې له ټولو امکاناتو څخه استفاده کوو.

Leave a reply