اسلامي امارت په سوډان کې یو شمیر بند پاتې افغانان او محصلین د سعودي جدې ښار ته انتقال کړي.
اسلامي امارت په سوډان کې یو شمیر بند پاتې افغانان او محصلین د سعودي جدې ښار ته انتقال کړي.
27 اپریل پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت په هڅو سوډان هیواد کې بند پاتې افغانان د سعودي جدې ښار ته لیږدولي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په پر له پسې هڅو او د سعودي عربستان په همغږۍ او همکارۍ وتوانیدو چې په سوډان کې د بند پاتې افغانانو لومړنۍ جوپه له دې هېواده وباسو او د سعودي عربستان جدې ښار ته يې ولېږدوو ترڅو په لنډه موده کې هېواد ته راوګرځي.
اسلامي امارت په یاده خبرپاڼه کې د سعودي عربستان له شاهي مملکت څخه د زړه له کومې مننه کړی چې په دې برخه کې يې مرسته وکړه.
خپلو وطنوالو ته ډاډ ورکوو چې په سوډان کې د نورو بند پاتې افغانانو د خوندي وېستلو لپاره زموږ هلې ځلې روانې دي او په دې برخه کې له ټولو امکاناتو څخه استفاده کوو.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت: د امریکا د دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی جعلي سند، د همېشني پروپاګند برخه ده.
بل طرفته سوډان کې د افغان محصلینو د ټولنې رییس مصدق صادق په یوې تلویزیوني مرکه کې له اسلامي امارت څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د هېواد بهرنیو چارو وزارت یې غږ اورېدلی او دوی به له سوډان څخه ولېږدول شي.