د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو د لغمان د شاهي کانال د پروژې په اړه د هغه ولايت له والي سره خبرې کړي.

0
170

د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو د لغمان د شاهي کانال د پروژې په اړه د هغه ولايت له والي سره خبرې کړي.

2 مئي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزازت سرپرست وزير ملا عبداللطيف منصور او د دې وزارت د انرژي معين ملا عبدالقاهر ادريس د لغمان ولايت له والي قاري زين العابدين عابد او د هغه ولايت له يو شمېر سيمه ييزو مسئولينو سره وکتل.

 

په دې ليدنه کې، د لغمان والي د اوبو او انرژۍ وزارت د رهبري مقام څخه د شاهي کانال پروژې ته د دوى د پاملرنې په پار قدردانۍ او مننه وکړه او د يادې پروژې د عملي چارو د پيل لپاره يې د لا زياتي همکاري غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزير د لغمان والي ته ډاډ ورکړ چې ياده پروژه د هغې د اساسي او عامو ګټو په پار د اوبو او انرژۍ وزارت د کارونو په لومړيتوب کې ده او عملي چارې به يې هم په راتلونکي کې د پراختيايي بودجې تر منظورېدو وروسته پيل شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار سره د یاد وزارت په فعالیتونو خبرې کړي.

 

همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د پراختیایي بودجې د کمښت په صورت کې بیا هم د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام هڅه کوي چې په دې پروژه کې د پانګونې زمینه چمتو کړي.

Leave a reply