د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار سره د یاد وزارت په فعالیتونو خبرې کړي.

0
191

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار سره د یاد وزارت په فعالیتونو خبرې کړي.

27 اپریل پنشنبه, 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپیدار ماڼۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم سره وکتل.
په دې کتنه کې ډاکتر فاروق اعظم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د تېر کوچني اختر مبارکي وویله.

 

‏نوموړي د اوبو او انرژۍ وزارت د وروستيو پرمختګونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه خپل معلومات د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

 

همدا راز نوموړي د هېواد پر ځینو مهمو مسایلو هم رڼا واچوله او په دې اړه یې خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له نوموړي څخه په مننې وویل، افغانستان ابادۍ ته اړتیا لري او هر افغان یې په ابادولو کې رغنده ونډه لرلی شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ولایت مرستیال والي او یو شمیر مسؤلینو سره کتلي.

 

 

‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، ډاکتر فاروق اعظم ته د یاد وزارت د کارونو د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې ترسره کړې

Leave a reply