جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۳۳ تنه د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۳۳ تنه د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.
4 مئي پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو ۳۳ تنه د غلا، قتل، سړي تښتونو، باج اخيستو او ورته نورو جرمونو په تړاو د هیواد په پلازمینه او نورو ولایتونو کې نيولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له منځه یې، اوه کسېزه ډله غله په بدخشان، یو غل او یو تن د چاودیدونکو توکو د ساتلو په تړاو په سمنګان، شپږ کسه وسله وال غله په کابل، دوه تنه د غلا په تړاو په کندز، یو غل په ارزګان او یو تن د قتل په تړاو په هرات کې نیول شوی دی.
همدا راز درې تنه د غلا په تړاو په کندهار، دوه وژونکي په پروان، یو غل او دوه تنه د باج اخيستو په تړاو په هرات، یو تن د قتل په تړاو په لوګر، يو غل په غزني او يو تن د د وسلو او پوځي وسايلو د لېږد په تړاو په تخار کې نيول شوی دی.
اړوند موضوعات
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد بیلابیلو ولایتونو کې ۱۹ تنه د مختلفو جرمونو په تړاو نیولي.
په ورته وخت کې، د ننګرهار پوليسو يو ماشوم د انسان تښتونکو له بنده ازاد کړی او يو تن يې په تړاو يې نيولی دی.
حماد





