د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد بیلابیلو ولایتونو کې ۱۹ تنه د مختلفو جرمونو په تړاو نیولي.

0
479

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد بیلابیلو ولایتونو کې ۱۹ تنه د مختلفو جرمونو په تړاو نیولي.

3 مئي چهارشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۴۰ تنه په نشه روږدي کسان د بغلان ولایت پلخمري ښار له اړونده سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه روغتونونو ته لیږدولي.

 

دغه راز، ۹ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په بلخ ولایت کې، ۷ تنه په هرات کې، یو تن په تخار کې او دوه تنه نور د تابلیت کا د خرڅلاو په تړاو په بدخشان ولایت کې نیول شوي.

اړوند موضوعات

د نشه یي توکو سره مبارزې پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې څه باندې ۲۲۰ جریبه ځمکه د کوکنارو څخه پاکه کړی.

 

په ورته وخت کې، په میدان وردګو کې د پولیسو په عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

Leave a reply