د پولیو د له منځه وړلو ملي بیړني مرکز رئیس کابل کې د اندونیزیا له شارژدافیر سره د افغانستان د روغتیا په اړه خبرې کړي.

0
199

د پولیو د له منځه وړلو ملي بیړني مرکز رئیس کابل کې د اندونیزیا له شارژدافیر سره د افغانستان د روغتیا په اړه خبرې کړي.

4 مئي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر نېک ولي شاه مؤمن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اندونیزیا هېواد له شارژدافير، بودي رحمت سوریاسپوترا سره لیدنه وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي چې د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر نېک ولي شاه مؤمن د اندونیزیا هېواد له شارژدافير سره د افغانستان د روغتیا په ځانګړي توګه د پولیو ناروغۍ پر له منځه وړلو بحث او خبرې ترسره کړې او له هغه يې غوښتنه وکړه؛ څو هېواد یې د پولیو په له منځه وړلو، د عامې روغتیا وزارت له لورې په ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو په پیاوړتیا، عصري کولو او د لویو روغتونونو د تشخیص چارو لپاره د عصري او پرمختللو وسایلو په چمتو کولو کې همکاري وکړي.

 

ډاکټر نېک ولي شاه مؤمن همدارنګه له ښاغلي بودي څخه د نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې، د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې او ددې هېواد له لوري په افغانستان کې د جوړ شوي روغتون د لا پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

عامې روغتیا وزارت: افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو دوه ورځینی کنفرانس په اسلام اباد کې پیل شو.

 

ښاغلي بودي رحمت د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز له مسؤول څخه مننه وکړه او د عامې روغتیا وزارت سره یې د همکارۍ ترڅنګ ددې ډول ناستو پر دوام ټینګار وکړ.

Leave a reply