د یو چینایي شرکت له لورې د اوبو او انرژۍ په وزارت کې د 10 کیلو واټه لمریزي برېښنا پروژه پرانیستل شوه.

0
153

د یو چینایي شرکت له لورې د اوبو او انرژۍ په وزارت کې د 10 کیلو واټه لمریزي برېښنا پروژه پرانیستل شوه.

4 مئي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وزارت کې د یو چینایي شرکت له لورې د لمریزې بریښنا پروژه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د یاد وزارت د انرژۍ معین ملا عبدالقاهر ادریس او یو شمیر رئیسانو او تخنیکي مسئولینو په شتون کې پرانیستل شوه.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې یاده لمریزه پروژه د 10 کیلوواټو په ظرفیت سره د yellow River Co.ltd‎ /Power China شرکت له لوري د ډالۍ په توګه د اوبو او انرژۍ په وزارت کې پلې شوې ده.

 

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال، د نوموړي شرکت له همکاري څخه مننه وکړه او ددې ډول همکاریو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.

 

همدارنګه، د یاد شرکت استازي د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست وزیر سره د یاد وزارت په انګړ کې د لمریزي برېښنا د تولید شبکې د پراختیا ژمنه وکړه.

اړوند موضوعات

د اوبو او انرژۍ وزارت د ډنمارک مؤسسې سره د اوبو رسولو او پراختیایي پروژو همکارۍ تړون لاسلیک کړی.

 

 

په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست وزیر د لارښوونې پر بنسټ او د زولرستان شرکت په همکاري، د انرژي معینیت تخنیکي مسئولینو د یاد وزارت دفترونو ته د لمریزي برېښنا د تولید سروې پیل او ډیر ژر به یې چارې بشپړې شې.

Leave a reply