د اوبو او انرژۍ وزارت د ډنمارک مؤسسې سره د اوبو رسولو او پراختیایي پروژو همکارۍ تړون لاسلیک کړی.

0
279

د اوبو او انرژۍ وزارت د ډنمارک مؤسسې سره د اوبو رسولو او پراختیایي پروژو همکارۍ تړون لاسلیک کړی.

3 مئي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د یاد وزارت او د ډنمارک د همکاري موسسې (DRC) تر منځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شو.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر د خپل کار په دفتر کې د ډنمارک د همکاري موسسې (DRC) له مسئولې، میرمن جوایس لګلیش سره د اوبو پراختیایې پروژو د تطبیق په
هکله د ګډو همکاريو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

 

د اوبو معین، د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال وویل، چې افغانستان د اوبو د مدیریت په برخه کې د ملي او نړیوالو مؤسسو ګډې همکاري ته اړتیا لري او د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام ددې ګدو همکاریو هرکلی کوي.

اړوند موضوعات

د اوبو او انرژۍ وزارت معین د میهن پرستانو مسلمانانو خیریه بنسټ مسؤلینو او تاتارستان انجنیرانو سره کتلي.

 

د یادولو وړ ده، چې ددې هوکړه لیک پر بنسټ، یاده مؤسسه د اوبو مدیریت د پراختیایي پروژو د تطبیق او د افغانستان خلکو ته د څښاک اوبو په رسولو کې د اوبو او انرژي وزارت سره همکاري کوي.

Leave a reply