کندهار رسنیو دفتر: د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پیل شول.
کندهار رسنیو دفتر: د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پیل شول.
30 اپریل یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کندهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات د یو لړ مراسمو په ترڅ پیل شول.
په دې مراسمو کې د کندهار ګمرک رئیس مولوي محمد حامد احمد، د کندهار ولایت د سوداګرۍ خوني غړو او یو شمېر سوداګرو ګډون کړی وو.
کندهار ګمرک رئیس وویل چي دا ډېر د خوښۍ ځای دی، چي د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پیل شول چې له دې سره به له یوې خوا عواید تر لاسه شي او له بل لوري به ګڼ شمېر هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.
نوموړي وویل د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو سره د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د بهرني ترانزیټ په برخه کې زیاتي اسانتیاوي برابري شوي دي.
اړوند موضوعات
کندهار کي د سټنډرډ ملي اداره وايي د بېکیفیته تیلو د پلور اجازه هیچاته نه ورکوو.
د یادوني وړ ده چي په ۱۴۰۱ مالي کال کې د افغانستان له لاري ۵۳،۶۷۹ محمولې ترانزیټي توکي بېلابیلو هیوادونو ته تر سره شوي چي د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښایي.