د حج او عمرې ملي کمیټې غونډه کې د حاجیانو پر عمومي مصرف، لیږد او نورو اسانتیاوو هر اړخیز بحث ترسره شوی.

0
97

د حج او عمرې ملي کمیټې غونډه کې د حاجیانو پر عمومي مصرف، لیږد او نورو اسانتیاوو هر اړخیز بحث ترسره شوی.

30 اپریل یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ تیره ورځ له غرمې وروسته د ۱۴۴۴ هـ ق د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه ترسره شوه.

 

د غونډې په پيل کې، مکې مکرمې او مدینې منورې ته د تللي پلاوي (هیئت سکن) مشر مولوي عبد الولي حقاني خپل کاري راپور وړاندې کړ.

 

د سکن هیئت د روان ۱۴۴۴ هـ ق د روژې مبارکې میاشتې پر دوهمه نیټه په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د افغان حاجیانو لپاره د عمارو، ترانسپورټ، صحت، غذا او نورو اسانتیاو برابرولو په هدف سعودي عربستان ته سفر کړی وو.

 

‏د دغه هیئت مشر مولوي عبد الولي حقاني د خپل کاري راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، هلته یې په ټولو اړوندو برخو کې له مختلفو شرکتونو سره د باکیفیته او مناسب قیمت قراردادونه لاسلیک کړي دي.

 

‏دغه راز په غونډه کې د فی نفر حاجي د ټول مصرف په هکله تفصیلی بحث او ارزونه هم و شوه چې ژر به یې د ارشاد ،حج او اوقافو وزارت لخوا تفصیلی جزئیات په داګه شي.

اړوند موضوعات

ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د حج او اوقافو وزارت له مسلکي معین سره کتلي او د حج پروسې په اړه یې خبرې اترې کړي.

‏همدارنګه په غونډه کې د پورته ذکر شوو موضوعاتو ترڅنګ ګاوندیو هېوادونو کې د افغان مهاجرو حجاجو لپاره هم د معلمینو د تعیین او تدریب او یو لړ نورو مسائلو په اړه لازم تصامیم و نیول شول.

Leave a reply