د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۷۰ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

0
244

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۷۰ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

30 اپریل 2023 یکشنبه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېره اونۍ کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې ۱۷۰۴۸۲ مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.

 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه اونۍ کې (د حمل له ۲۵څخه د ثور تر ۷مې نیټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۱۷۰۴۸۲) میټریک ټنه انتقالات کړي.

 

په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۱۶۸۸۴۵ میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۱۵۵۷۸ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۱۳۱۲۸۵ ټنه او تورغونډۍ بند له لارې ۲۳۶۱۹ ټنه راغلي.

اړوند موضوعات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۰۷ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

 

همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره اونۍ ۱۶۳۷ ټنه صادرات هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې وچه میوه ده.

Leave a reply