د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۰۷ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۰۷ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
17 اپریل 2023 دوشنبه
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېره اونۍ کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې ۱۰۷۶۸۱ مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه اونۍ کې (د حمل له ۱۸څخه تر ۲۶مې نیټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۱۰۷۶۸۱ ) میټریک ټنه انتقالات کړي.
په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۱۰۳۵۷۵ میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۱۰۱۸۴ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۸۷۰۸۲ ټنه او تورغونډۍ بند له لارې ۱۰۴۱۵ ټنه راغلي.
اړوند موضوعات
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۱۳زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره اونۍ ۴۱۰۶ ټنه صادرات هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې وچه میوه ده.