د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۱۳زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

0
204

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۱۳زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

9 اپریل 2023 یکشنبه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېره اونۍ کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې ۱۱۳۵۵۱ مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.

 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه اونۍ کې (د حمل له ۱۰څخه تر ۱۷مې نیټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۱۱۳۵۵۱) میټریک ټنه انتقالات کړي.

 

په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۱۰۵۱۶۷ میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۱۲۶۳۱ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۸۷۵۶۲ ټنه او تورغونډۍ بند له لارې ۱۳۳۵۸ ټنه راغلي.

اړوند موضوعات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۲۵ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

 

همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره اونۍ ۸۳۸۴ ټنه صادرات هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې وچه میوه ده.

Leave a reply