اسلامي امارت ویلي چې د انجونو زده کړې او ښځو کار د دوی داخلي مسئله ده چې بهر په هیڅ کوم هیواد اغیزه نه لري.

اسلامي امارت ویلي چې د انجونو زده کړې او ښځو کار د دوی داخلي مسئله ده چې بهر په هیڅ کوم هیواد اغیزه نه لري.
28 اپریل جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تازه پریکړې چې د انجونو د تعلیم او ښځو د کار په اړه یې د اسلامي امارت پر وړاندې کړي غبرګون ښودلی.
اسلامي امارت وایي: موږ په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره د افغان میرمنو د کار کولو محدودیت پرېکړې غندنې څخه نوټ اخستلو ترڅنګ يو وار بيا ټینګار کوو چې، د نړیوالو قوانینو او د غړو هیوادونو لخوا د قوي ژمنې سره سم چې د افغانستان مستقل انتخابونو ته به درناوي کيږي، دا د افغانستان یوه داخلي ټولنیزه مسله بولو چې په بهرنیو هیوادونو هيڅ اغیزه نه لري.
خبرپاڼه زیاتوي چې موږ د افغان ميرمنو حقوقو ته ژمن یو او په ډاګه کوو چې تفاوتونو ته بايد درناوی وشي او سياسي نه کړل شي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت په سوډان کې یو شمیر بند پاتې افغانان او محصلین د سعودي جدې ښار ته انتقال کړي.
همدا راز د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا 2681 پریکړهلیک د دې خبرې هرکلی کوي چې د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي په اړه د امنیت شورا قوي ژمنتیا بيا تازه کوي؛ د افغانستان د خلکو؛ د یو سوله ایز، باثباته، سوکاله افغانستان؛ او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د هیواد حاکمیت له اصل څخه ملاتړ کوي.