ننګرهار رسنیو دفتر: د یاد ولایت په ټولو ناحیو کې د ۱۹،۹ میليونه افغانیو په لګښت د سړکونو د ترمیم چارې روانې دي.

ننګرهار رسنیو دفتر: د یاد ولایت په ټولو ناحیو کې د ۱۹،۹ میليونه افغانیو په لګښت د سړکونو د ترمیم چارې روانې دي.
27 اپریل پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د سړکونو د ترمیم او داغ نېونې لړۍ روانه ده، چې په ترڅ کې یې دا ځل د شیریندل پلازې ترڅنګ د سړک قیر ریزې ترسره شوه.
د ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر عبېدالله شېرزاد، د لومړۍ ناحیې آمر ګل منیر ارمان او د څار او ارزونې آمر انجنیر رحیم الله کاشکوټي له یادې ساحې څخه له نږدې ليدنه وکړه او مسوولینو ته یې د چارو د چټکتیا او ښه ترسراوي سپارښتنې وکړې.
اړوند موضوعات
کرنې وزارت ننګرهار کې د څه باندې ۹ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د اوبو لګولو دوه پروژې بشپړې کړي.
د مسوولینو په وینا: د ۱۹،۹ میلیونه افغانیو په لګښت به نږدې ورځو کې د ښار ټولو برخو کې د سړکونو داغګیري مکمله او هېڅ یو سړک کې به داغګیري پاتې نه شي.






