د وارداتي برښنا مزو کې د تخنیکي ستونزو له امله د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې برېښنا پرې شوې ده

سرچینې زیاته کړې، چې بيګاه ماښام د (۷:۰۰) بجو په شاخوا کې د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا مزي د پُلخمري – کابل ترمنځ مسېر او پُلخمري سب سټېشن کې د تخنیکي عارضې له امله پرچاو شول، چې له امله یې پر کابل او اړوند مسېر کې پرتو ولایتونو باندې وارداتي برېښنا پرې شوه.
برښنا شرکت ویلي، ددې عارضې بېړنۍ ستونزې د رفع کولو لپاره د افغانستان برېښنا شرکت رهبري او تخنېکي کارکوونکي د ژر حل لپاره هڅه کوي.
(2023 / 4 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د وارداتي برښنا مزو کې د تخنیکي ستونزو له امله د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې برېښنا پرې شوې ده.
د افغانستان برښنا شرکت وایي چې د ازبکستان وارداتي برښنا مزو کې د تخنیکي عارضې له امله د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې پرېښنا پرې شوې ده.
د برښنا شرکت لخوا دشپې ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا لېږد مزي د پُلخمري – کابل په مسیر کې د تخنېکي عارضې له امله پرچاو شول.
سرچینې زیاته کړې، چې بيګاه ماښام د (۷:۰۰) بجو په شاخوا کې د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا مزي د پُلخمري – کابل ترمنځ مسېر او پُلخمري سب سټېشن کې د تخنیکي عارضې له امله پرچاو شول، چې له امله یې پر کابل او اړوند مسېر کې پرتو ولایتونو باندې وارداتي برېښنا پرې شوه.
اړوند موضوعات: