د درونټې برښناکوټ دويم نمبر توربين په اساسي شکل ترميم شو

0
192

 د درونټې برښناکوټ دويم نمبر توربين په اساسي شکل ترميم شو

د ننګرهار برېښنا رياست وايي، د درونټې برښناکوټ دويم نمبر توربين (ماشين) چې له څه مودې راهيسې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله له فعاليته لوېدلی و، شافټ او نور تجهيزات يې د برښناکوټ د پُرکاره او مسلکي تخنيکي کارکوونکو له لوري تر دوه میاشتنيو پرله‌پسې هلو ځلو وروسته په اساسي شکل ترميم شول او توربين بيا ځلي فعاليت ته آماده کړای شو.

 

(2023  / 1 / 5    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د درونټې برښناکوټ دويم نمبر توربين په اساسي شکل ترميم شو. د ننګرهار برېښنا رياست وايي، د درونټې برښناکوټ دويم نمبر توربين (ماشين) چې له څه مودې راهيسې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله له فعاليته لوېدلی و، شافټ او نور تجهيزات يې د برښناکوټ د پُرکاره او مسلکي تخنيکي کارکوونکو له لوري تر دوه میاشتنيو پرله‌پسې هلو ځلو وروسته په اساسي شکل ترميم شول او توربين بيا ځلي فعاليت ته آماده کړای شو.

اړوند موضوعات:

 د بند سلما د برېښنا چارې بېرته عادي بڼې ته راګرځېدلي دي 

سرچينې وايي، د دويم نمبر توربين تر ترميمېدو او بيا ځلي فعالېدو وروسته به اوس د برښناکوټ د توليد ظرفيت خپل اعظمي حد ته ورسيږي او د ښاريانو د برښنا د کمښت او پرچاوۍ ستونزې به ورسره حل شي.

Leave a reply