د بند سلما د برېښنا چارې بېرته عادي بڼې ته راګرځېدلي دي 

0
166

 د بند سلما د برېښنا چارې بېرته عادي بڼې ته راګرځېدلي دي 

خبرپاڼه کاږي چې برښنا شرکت د برښنا کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ، د برښنا د تاسیساتو ساتنې او څارنې ته هم په جدي توګه پام کوي.

د برښنا شرکت په داسې حال کې د سلما بند د درېیم توربین د فعالېدو خبر ورکوي چې سږکال د هېواد په سوېلي ولایتونو کې پسرلنی باران نه دی شوی او اندېښنې دي چې وچکالي به لا هم ډېرې شي.

(2022 / 4 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان برښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هرات سلما بند درېیم توربین بېرته فعال شوی او په وینا یې، د دې بند د برښنا د تولید چارې عادي حالت ته راګرځېدلې دي.

 د یاد شرکت د خبرپاڼې له مخې، د برښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو د سلما بند درېیم توبین ترمیم کړی او بېرته یې د برښنا شبکه کې شامل کړی دی.

په ورته مهال د برښنا شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې اوس د سلما بند درېیم توربین څه باندې ۳۰ میګاواټه برښنا تولیدوي.

خبرپاڼه کاږي چې برښنا شرکت د برښنا کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ، د برښنا د تاسیساتو ساتنې او څارنې ته هم په جدي توګه پام کوي.

د برښنا شرکت په داسې حال کې د سلما بند د درېیم توربین د فعالېدو خبر ورکوي چې سږکال د هېواد په سوېلي ولایتونو کې پسرلنی باران نه دی شوی او اندېښنې دي چې وچکالي به لا هم ډېرې شي.

په وروستیو کلونو کې د هرات د سلما بند توربینونه د اوبو د کمښت له کبله د برښنا له تولید څخه پاتې وو.

Leave a reply