کډوالو چارو وزارت بامیان او پروان ولایتونو کې د نیږدې ۲۵۰ کورنیو سره نغدي مرسته کړی.

0
278

کډوالو چارو وزارت بامیان او پروان ولایتونو کې د نیږدې ۲۵۰ کورنیو سره نغدي مرسته کړی.

20 اپریل پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وزارت د CHA او IRC مؤسسو په مالي همکارۍ بامیان کې د ۱۷۵ او پروان کې د ۷۷ کورنیو سره نغدي مرسته کړی.

 

خبرپاڼه زیاتوی چې د (CHA) موسسې له لورې د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۷۷) کورنيو سره مرستې وشوې.

 

يادې کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې له ډلې يې (۷) کورنيو هرې کورنۍ ته ( ۲۷۵۰۰) افغانۍ او (۷۰) کورنيو هرې کورنۍ ته (۲۲) زره او ۶۰۰) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.

او همدا راز د (IRC) موسسې له لورې د باميانو ولايت د مهاجرينو چاروآمريت په همکارۍ (۱۷۵) کورنيو سره د وري په (۳۰) مه نغدي مرستې وشوې.

اړوند موضوعات

کډوالو چارو وزارت سمنګان ولایت کې د نیږدې ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي کومک ترسره کړی.

 

يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ ( ۲۴) زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.

Leave a reply