کورنیو چارو وزارت آغوش ۵زره بستریز روغتون کې ۵۰۰ تنه معتادین تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي.

0
418

کورنیو چارو وزارت آغوش ۵زره بستریز روغتون کې ۵۰۰ تنه معتادین تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي.

19 اپریل چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د ۵ زره بستریز روغتون څخه یې ۵۰۰ تنه معتادین تر بریالۍ درمنلې وروسته خپلو کورونو ته رخصت کړي دي.

 

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې روغ شوي کسان په ضمانت خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د معینیت د دفتر رییس حسیب الله احمدي په دې هکله وویل: (( یاد شمېر کسان د آغوش په نامه په یوه ۵ زره بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې وو چې تر بشپړې روغتیا وروسته خپلو کورنیو سره یوځای شول.

 

دا شمېر معتادین بې سرپناه وو چې په روغتون کې تر بشپړې پاملرنې لاندې یې معالجه وشوه. یادو روږدو په روغتون کې یو شمېر حرفوي، مسلکي او دیني زده کړې هم ترلاسه کړې چې په یادو کسبونو به نفقه لاسته راوړي او بېرته به عادي ژوند ته ستنیږي.))

اړوند موضوعات

د نشه‌یي‌توکو سره د مبارزې پولیسو ننګرهار کې یو شمیر معتادین د درملنې په موخه راټول کړي.

 

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې د معینیت د شمېرو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې ۵۸ زره روږدي کسان راټول کړای شوي دي او یوازې د کابل په مرکزونو کې اوه زره کسان تر درملنې لاندې دي.

Leave a reply