د نشه‌یي‌توکو سره د مبارزې پولیسو ننګرهار کې یو شمیر معتادین د درملنې په موخه راټول کړي.

0
185

د نشه‌یي‌توکو سره د مبارزې پولیسو ننګرهار کې یو شمیر معتادین د درملنې په موخه راټول کړي.

23 مارچ پنشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار او د یاد ولایت په نورو سیمو کې ۱۷۰ تنه په نشه روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه یې اړونده روغتونونو ته لیږدولي.

 

یاد راټول شوي په نشه روږدي کسان به له درملنې وروسته بیرته خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

 

همدا راز خبرپاڼه زیاتوي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۱۰ جریبه ځمکه په هلمند، ۱۰ جریبه ځمکه د لغمان په علیشنګ کې، ۷ جریبه ځمکه په زابل او یو جریب ځمکه په ازرګان ولایت کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

اړوند موضوعات

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۸ ولایتونو کې معتادین د درملنې لپاره نیولي او نشه یې توکي یې کشف کړي.

 

یاده دې وي چې تیره ورځ د کورنیو چارو وزارت ویاند په یو خبري کنفرانس کې د اسلامي امارت د حاکمیت وروسته د ۸۲ زره معتادینو د راټولولو او درملنې خبر ورکړی.

حماد

Leave a reply