د کراچۍ په بېلا بېلو سيمو کې د ګيس لوډشيډنګ دوام لري چې له امله يې ماشومان، بوډاګان او ناروغه وګړي له ستونزو سره مخ دي

0
103

باغي ټی وی رپورټ

د کراچۍ په بېلا بېلو سيمو کې د ګيس لوډشيډنګ دوام لري چې له امله يې ماشومان، بوډاګان او ناروغه وګړي له ستونزو سره مخ دي
ښاريان وايي، چې د سهار له اتو بجو راهيسې د ګازو بند دى، د ماشومانو، بوډاګانو او هغو ناروغانو لپاره چې روژه نه شي نيولى، خوراکي توکي څنګه چمتو کړي، د سهار او د ورځې په اوږدو کې د ګازو لوډشيډنګ له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

بل پلو د سوئي سدرن ګیس کمپنۍ (SSGC) د هیلپ لاین له مخې، په ښار کې به د ماسپښین له ۲:۳۰ بجو څخه تر ماښام ۷ بجو پورې او د سحري لپاره د ګازو عرضه به د ماسپښین له ۲:۳۰ څخه د سهار تر ۵ بجو پورې وي.

د SSGC هیلپ لاین په وینا، په پاتې ساعتونو کې به د ګاز غیر عرضه یا ټیټ فشار وي

Leave a reply