د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تیرې ادارې له یو شمیر پوځي جنرالانو او مسؤلینو سره لیدلي.

0
11

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تیرې ادارې له یو شمیر پوځي جنرالانو او مسؤلینو سره لیدلي.

 

23 مارچ پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د تېرې ادارې له یو شمېر پوځي جنرالانو سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.

 

په دغه کتنه کې چې د تېرې ادارې د ستر درستیز مرستیال، د قول اردوګانو او پولیسو قوماندانانو او د ملي امنیت مسوولینو برخه اخیستې وه، جنرال افضل امان او جنرال شعورګل پښتون د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او د اسلامي امارت د مشرتابه د عفوې له عمومي فرمان څخه په مننې یې وويل، د تېرې ادارې ټول کارمندان او پوځیان له دې فرمان څخه خوښ دي.

 

هغوی وویل، دا مهال د تېرې ادارې د امنیتي ځواکونو ۷۰سلنه پوځيان په افغانستان کې مېشت دي چې په ډاډه او آرامه زړه ژوند کوي. هغوی افغانستان خپل کور او اسلامي نظام د خلکو هیله یاده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

 

هغوی وویل: هغه کسان چې په پخواني پوځ کې یې دنده درلوده او دا مهال له بهر څخه وخت ناوخت ناسمې څرګندونې کوي او ولس ته تشویش ایجادوي، نه په پوځیانو کې او نه هم په ملت کې ملاتړ لري، پرته له دې چې فیسبوکي څرګندونې وکړي، نور یې هېڅ په وس پوره نه دي. یادو پوځيانو وویل، چمتو دي چې د دغسې کسانو پر وړاندې ودرېږي.

 

د رییس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یادو پوځيانو ته په خبرو کې وویل، چې ټول مجاهدین د عفوي فرمان ته په پام سره خپل مسئولیتونه پرمخ وړي او یادو کسانو ته یې ډاډ ورکړ، چې دوی ته هیڅ ډول ستونزه نشته.

 

هغه وویل، ټول افغانان چې پخوا یې له هر رژیم سره په هر موقف کې دنده درلوده، دا مهال په افغانستان کې ورته د ارام او سوکاله ژوند زمینه برابره ده. هغه له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې په خپل هېواد کې پاتې شي او په پوره ډاډ او ارام سره ژوند وکړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د د ننګرهار ولایت د باریکاب کوچي قوم مشرانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.

 

 

مولوي عبدالکبیر یاد پوځیان د افغانستان کادرونه یاد کړل چې په وینا یې د اړتیا پر مهال به یې اسلامي امارت له تجربو څخه استفاده کوي.

Leave a reply